IQNA

په قطر کې د قرآن او بشری معارفو  نومې سمینار ترسره کیږي

6:36 - January 23, 2025
د خبر لمبر: 3490515
ایکنا -  د قطر  داسلامی چارو او اوقافو وزارت  په راتلونکي اکتوبر میاشت کې په قطر پوهنتون کې د ؛قرآن  او بشری معارفو؛نومې کلني لومړنی نړیوال سمینار ترسره کوي.

ایکنانیوز د  البوابه الشرق له قوله راپور راکړ، د قطر داسلامی چارو او د اوقافو  وزارت د اسلامی مطالعاتو او تحقیقاتو ادارې  د قطر دپوهنتون د  ابن خلدون د  انساني او اجتماعي  علومو دمرکز په ملګرتیا  سره ، د؛قرآڼ او بشری معارف ، د حکیمانه انساني علومو  په لور ؛ په عنوان سره د  کلني لومړني نړیوال سمینارسږکال په اکتوبر میاشت کې ترسره کیږي.

د قطر د اوقافو وزارت په یوې اعلامیې کې روښانه شوې ده ،  ددغه نړیوال سمینار  دترسره کیداهدف  اوسمهاله انساني اوټولنیزې پيژندګلوۍ  په لور دهدایت او جوړونې کې  د قرآن کریم د  چورلیزتوب بیرته  ګرځیدا داسې  ده چې  د انساني او اجتماعي علومو او اسلامي علومو ترمینځ درز ډک کړي.  له مختلفو تخصصونو څخه له درستې نړۍ د مسلمانو څیړاندو جذبول ، ددغه نړیوال سمینار نورې موخې دي.  

په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي،  دغه کنفرانس د اسلامی څیړاندو  په تیره بیا  په انساني او اجتماعی علومو کې د پانګونې اوسسټماټیک تعامل لپاره په هڅونې پسې دي.

د یادولو ده چې  په کنفرانس کې ګډون  د قرآن آیتونو او نبوي سنت   ته په استناد سره  په نظر کط نیول شوي دانساني علومو په یوې موضوع کې  دعلمی مقالې  وړاندې کول لازم دي. د مقالو د ترلاسه کولو ترټولو وروستۍ نیټه هم  د فرورۍ لومړۍ نیټه  ټاکل شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4261261

captcha